میدان وردګو کې د قلمونو بسته بندۍ کارخونې فعالیت پیل کړی

1 قوس 1403 ساعت 9:55

د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د قلمونو د بسته بندۍ کارخونې فعالیت پیل کړی دی.


د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د قلمونو د بسته بندۍ کارخونې فعالیت پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې سرپرست حکومت د پانګوالو ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ژمن دی او په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي.

د مسوولینو په خبره دغه کارخونه د یوه ملي پانګوال له خوا جوړه شوې، چې اوس مهال ۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده

ورته وخت کې د یادې کارخونې مسوولینو ویلي، چې په راتلونکي کې به د قلمونو په دغې کارخونې کې د بېګ قلم تولیدات هم پیل کړي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177901

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177901/

جمهور
  https://www.jomhornews.com