۰

لغمان کې د ۸۴ زره ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړېږي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ په کشموند لرې پرته سیمه کې د ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.
لغمان کې د ۸۴ زره ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړېږي
د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ په کشموند لرې پرته سیمه کې د ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه روغتیايي مرکز د کډوالو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوېږي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به په روغتیايي برخې کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

دیادولو وړ ده، چې د دغه روغتیايي مرکز د کار پيل سره د سیمې لسګونه تنو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي