۰

زابل کې د ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت یو پل رغول شوی

پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۲
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په زابل ولایت کې د ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه پله د بیارغونې چارې بشپړې ‏او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
زابل کې د ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت یو پل رغول شوی
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په زابل ولایت کې د ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه پله د بیارغونې چارې بشپړې ‏او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد وزارت د رسنيز دفتر د مالوماتو له مخې؛ دغه پل چې ۵۶.۱۵ متره اوږدوالی لري؛ د ترمیم او بیارغونې چارې یې تېر کال د ټولګټو وزارت او يوه خصوصي شرکت ترمنځ د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې د يوه کال په موده کې يې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه پل چې د زابل شملزو، اتغر او شينکۍ ولسوالۍ له مرکز قلات ښار سره نښلوي؛ په وروستیو کلونو کې د سېلابونو له امله ويجاړ شوی او د يادو ولسواليو اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي