کندوز کې د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې

1 قوس 1403 ساعت 9:46

د کندوز ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې دي.


د کندوز ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د څارنې او ارزونې آمر ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ ریاست له انکشافي بودیجې څخه د کوڅو او پلو لارو د پخولو چارې پیل شوې دي.

د مسوولینو په خبره دغه پروژه د ۹۸۰ متره په اوږدوالي په اساسي ډول پخېږي، چې ورسره به د یادې سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې چارو په پیل خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژآنس


 


د مطلب کود: 177895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com