سراج الدین حقاني:

د خلکو د باور ترلاسه کول د هېواد تر آبادولو ډېر مهم دي

1 قوس 1403 ساعت 9:41

د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د هېواد د خلکو د باور تر لاسه کول د هېواد تر آبادولو مهم دي.


د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د هېواد د خلکو د باور تر لاسه کول د هېواد تر آبادولو مهم دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ اوله) وویل چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست د پولیسو د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

حقاني په دې مراسمو کې وويل، د هېواد پرمختګ يوازې د فزيکي ودانيو په جوړولو پورې محدود نه دى، بلکې د خلکو د زړونو ګټل او د ملت او دولت ترمنځ د باور،  او يووالي د فضا رامنځته کول تر ټولو مهم دي.

بايد يادونه وشي چې طالب ډله په خپل درې کلن حکومت کې د واک انحصار او استبدادي چلند له ملت څخه لرې کوي او د افغانستان خلک د هغوى د نسکورولو غوښتونکي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177892

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177892/

جمهور
  https://www.jomhornews.com