د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د هېواد د خلکو د باور تر لاسه کول د هېواد تر آبادولو مهم دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ اوله) وویل چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست د پولیسو د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
حقاني په دې مراسمو کې وويل، د هېواد پرمختګ يوازې د فزيکي ودانيو په جوړولو پورې محدود نه دى، بلکې د خلکو د زړونو ګټل او د ملت او دولت ترمنځ د باور، او يووالي د فضا رامنځته کول تر ټولو مهم دي.
بايد يادونه وشي چې طالب ډله په خپل درې کلن حکومت کې د واک انحصار او استبدادي چلند له ملت څخه لرې کوي او د افغانستان خلک د هغوى د نسکورولو غوښتونکي دي.
جمهورخبري آژانس