د کریم خلیلي شتمنۍ د طالبانو له خوا ساتل کېږي

28 عقرب 1403 ساعت 10:46

په کابل کې سرچینې جمهور خبري اژانس ته ویلي: د یوشمېر سیاسي مشرانو پرخلاف چې په جلاوطنۍ کې دي، په کابل کې د حاجي نبي او کریم خلیلي ملکیتونه د طالبانو د نفوذي کسانو له خوا ساتل کېږي.


په کابل کې سرچینې جمهور خبري اژانس ته ویلي: د یوشمېر سیاسي مشرانو پرخلاف چې په جلاوطنۍ کې دي، په کابل کې د حاجي نبي او کریم خلیلي ملکیتونه د طالبانو د نفوذي کسانو له خوا ساتل کېږي.

د دې سرچینې په وینا، محافظین له دې ملکیتونو څخه عاید راټولوي. په بامیانو کې د غلغلې مشهور هوټل چې د حاجي نبي خلیلي ملکیت دی، د ګلراز په نوم د یوه کس له خوا ساتل کېږي او دغه کس د دې هوټل ټول عاید د ساتلو په بدل کې د ځان لپاره راټولوي.

ویل کیږي چې د اوړي په موسم کې د غلغلې هوټل عاید تر یو میلیون افغانیو زیات وي او حاجي ګلراز ټول هزاره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې پښتون کارکوونکی ګمارلي.

په بامیانو کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط جمهور خبري آژانس ته و ویل، د جمهوري ریاست د نسکورېدو په ورځ د دغه ښار د وضعیت تر عادي کېدو پورې د غلغلې هوټل امنیت د طالب جنګیالیو له خوا برابر شوی و او د نورو دولتي بنسټونو برعکس عامه شتمنۍ خوندي شوې وې.

د سرچينې په وينا، دغه هوټل شپږ مياشتې د غلام په نوم د يوه هزاره وګړي له خوا اداره کېده، خو له هغه وروسته دغه هوټل حاجي ګلراز ته وسپارل شو او تېر کال غلام د باميانو په بازار کې په خپل لرغوني هټۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.

په بامیانو کې ځینې نورې سرچینې هم ادعا کوي چې د کریم خلیلي د حزب وحدت د دفتر مشر حاجي فدایي څو ځله د عبدالله سرحدي په دفتر کې لیدلی او خلیلي ته نږدې کسان په بامیان کې د طالبانو له والي سره نږدې اړیکې لري.

هغه څه چې په راپور کې د څو سرچینو په حواله راغلي، خبر دی چې دوی مخکې د خلیلي او حاجي نبي په ادارو کې په دندو ګمارل شوي وو.

دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د نورو سیاسي مشرانو پر خلاف چې د طالبانو ملکیتونه یې نیولي، د کریم خلیلي ملکیتونه او د حاجي نبي هوټل خوندي دي.

کریم خلیلي له طالبانو سره نېږدې او پټې اړیکې لري، ویل کېږي چې ښاغلی خلیلي له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان له ISI سازمان سره پټې اړیکې لري.

د کابل له سقوط وروسته که څه هم کریم خلیلي له افغانستانه بهر ژوند کوي، خو هېڅکله یې د طالبانو پر ضد دریځ نه دی نیولی او حتی د طالبانو له مخالفو ډلو سره هم نه دی یوځای شوی.

د ګوند ډېری غړي او د هغه شاوخوا کسان اوس په کابل کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او داسې راپورونه هم شته چې نوموړی به په راتلونکو میاشتو کې د طالبانو تر څارنې لاندې کابل ته راشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com