۰

د طالبانو د کانونو وزارت سرپرست په مالیزیا کې د دې ډلې له سفیر سره وکتل

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۸
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هبت الله بدري په مالیزیا کې د افغانستان په سفارت کې د دې ډلې له سفیر نقیب الله احمدي سره وکتل او د کانونو د قراردادونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د طالبانو د کانونو وزارت سرپرست په مالیزیا کې د دې ډلې له سفیر سره وکتل
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هبت الله بدري په مالیزیا کې د افغانستان په سفارت کې د دې ډلې له سفیر نقیب الله احمدي سره وکتل او د کانونو د قراردادونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت چې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دی، نن دوشنبه (د لړم ۲۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدري، نقیب الله احمدي سره وکتل.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د هېواد د کانونو، د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو او په هغه هېواد کې د افغانانو د وضعیت په اړه خبرې شوي دي.

په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د ډلې سفیر وویل چې هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د مالیزیا د پانګوالو د جلبولو او همدارنګه په مالیزیا کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مسلکي کسانو د کچې د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي