د طالبانو د ډلې ویاند د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هرات ولایت کې یې د یوه ځوان د قتل په تړاو درې تنه نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸ مه) سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات ولایت کې یې د دغې ډلې د جنګیالیو درې تنه د یوه ځوان د وژنې په تړاو له وسلو سره نیولي دي.
دغه طالبان وايي چې د دغې ډلې د جنګياليو له خوا د يو لړ کشفي عملياتو په بهيرکې د مسلکي غلو د يوې ډلې درې تنه غړي ونيول شول او له هغوى څخه دوه عرادې موټرسايکلونه کشف شول چې د اسنادو له مخې اصلي خاوند ته يې وسپارل شول.
د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو ویاند وايي، نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
جمهورخبري آژانس