۰

زابل کې د ۱۷ ویجاړو شویو ښوونځيو بیارغونه پیل شوه

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۱
په زابل کې د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي ۱۷ ښوونځي بیارغول کېږي.
زابل کې د ۱۷ ویجاړو شویو ښوونځيو بیارغونه پیل شوه
په زابل کې د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي ۱۷ ښوونځي بیارغول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د پوهنې رییس وايي، په مرکز کلات ښار او شپږو ولسوالیو کې د دغو ښوونځیو پر بیارغولو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې هم تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي.

د زابل د پوهنې رییس، ګل ولي متقي وايي: «دغه ښوونځي د زابل مرکز کلات په ګډون په ولسوالیو کې دي، چې له سره به رغول کیږي او یو پکې دارالعلوم شامل دی. د دغو ښوونځیو جوړېدو سره به ګڼو زده کوونکو ته خوندي چاپیریال کې د زده کړو زمینه برابره شي».

د زابل د پوهني رياست دغه راز زیاتوي چې د ښوونځیو د ودانیو ترڅنګ دغه ولایت کې د ښوونيز بهير د پياوړتیا پر نویو لارو چارو هم کار کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي