د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره بولي او همداراز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «له ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل راهیسې، په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد، چې په قانوني توګه استخراج شوي وو، پلورل شوي دي.
د پلورل شويو زمردو ارزښت شاوخوا یو اعشاریه اته نیم میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوی دی.
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د هغو د بیې د لوړېدو لپاره طالبان باید د پروسس د فابریکو د جوړولو تر څنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس