د غور ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې په یاد ولایت کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۶ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه سړک ۹ متره سور لري، چې د یاد ولایت د سیمه ییزې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
د یاد سړک په جوړېدو سره د خلکو په تګ او را تګ کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې ورته نورو رغنیزې پروژې هم پلې شوې دي.
جمهورخبري آژآنس