بې پولې ډاکټران: په هلمند کې مو تېر کال د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې

28 عقرب 1403 ساعت 7:56

په افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولینو ویلي، چې تېرکال دغې ټولنې په هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې ده.


په افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولینو ویلي، چې تېرکال دغې ټولنې په هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د بې‌پوله ډاکترانو ټولنې د افغانستان مسوول میکایل لوپي، د یادې ټولنې د زون مسووله باربرا، ولایتي مسوول ارکین کسیکلي، د هلمند مرستیال والي سره په لیدنه کې کړي دي.

هلمند ولایت ته د یادې ټولنې ورغلي پلاوي همداراز زیاته کړې چې دغه ولایت کې به خپلو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړي. بل‌خوا د هلمند مرستیال والي په دې لیدنه کې له بې‌پولې ټولنې غوښتنه کړې چې خپل روغتیايي خدمتونه دې پراخ او ډېر کړي.

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ او عامې روغتیا وزارت سره په نږدې همکارۍ افغانستان کې شاوخوا له ۱۵ کلونو راهیسې کار کوي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177764

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177764/

جمهور
  https://www.jomhornews.com