د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې روسیې په یوه پراخه حمله کې د دې هېواد د انرژۍ د تاسیساتو پر لور ۱۲۰ توغندي او ۹۰ بېپيلوټه الوتکې توغولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زیلینسکي دغه راز زیاته کړې، چې روسیې پهدې بریدونو کې له ډولډول بېپيلوټه الوتکو، کروز توغندیو، بالسټیک توغندیو او ایرو بالسټیک توغندیو څخه کار اخیستی دی.
هغه دا څرګندونې په ټلېګرام کې خپرې کړي او ویلي يې دي، چې د اوکراین دفاعي ځواکونه توانېدلي چې د ۱۴۰ هوايي بریدونو مخه ونیسي.
د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس