د ژوندیو موجوداتو د عکسونو پر خپرولو او مرکې کولو بندیز بغلان او پکتیا ته هم رسېدلی دی

27 عقرب 1403 ساعت 14:12

په پکتيا ولايت کې د ژونديو موجوداتو د عکسونو خپرول او په بغلان کې له خبريالانو سره مرکې هم بندې شوې دي.


په پکتيا ولايت کې د ژونديو موجوداتو د عکسونو خپرول او په بغلان کې له خبريالانو سره مرکې هم بندې شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د پکتیا سیمه ییزې سرچینې وايي: د طالبانو والي په دغه ولایت کې په دولتي ادارو کې د عکس اخیستلو بندیز لګولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي دغه حکم د دې ډلې د غير حاضر مشر ملا هيبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ صادر کړى دى. د دغه طالب چارواکي د حکم له مخې خبریالان باید د ژوندیو انځورونو پر ځای د دفترونو له ادرسونو او ودانیو کار واخلي

له بغلان څخه ځینو سرچینو هم جمهور خبري آژانس ویلي، د دغه ولایت سیمه ییزو ارګانونو ته په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی، چې له خصوصي رسنیو سره له مرکو ډډه وکړي او یوازې له دولتي رسنیو سره د مرکو اجازه لري.

پکتیا اتم ولایت دی چې طالبانو په کې د دغې ډلې ځايي چارواکي د عکسونو له اخیستلو منع کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177754

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com