په پکتيا ولايت کې د ژونديو موجوداتو د عکسونو خپرول او په بغلان کې له خبريالانو سره مرکې هم بندې شوې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د پکتیا سیمه ییزې سرچینې وايي: د طالبانو والي په دغه ولایت کې په دولتي ادارو کې د عکس اخیستلو بندیز لګولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي دغه حکم د دې ډلې د غير حاضر مشر ملا هيبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ صادر کړى دى. د دغه طالب چارواکي د حکم له مخې خبریالان باید د ژوندیو انځورونو پر ځای د دفترونو له ادرسونو او ودانیو کار واخلي
له بغلان څخه ځینو سرچینو هم
جمهور خبري آژانس ویلي، د دغه ولایت سیمه ییزو ارګانونو ته په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی، چې له خصوصي رسنیو سره له مرکو ډډه وکړي او یوازې له دولتي رسنیو سره د مرکو اجازه لري.
پکتیا اتم ولایت دی چې طالبانو په کې د دغې ډلې ځايي چارواکي د عکسونو له اخیستلو منع کړي دي.
جمهورخبري آژانس