۰

طالبان: له ایرانه غواړو چې له افغان کډوالو سره د اسلام له مخې چلند وکړي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۰
د ایران د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال وزیر او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
طالبان: له ایرانه غواړو چې له افغان کډوالو سره د اسلام له مخې چلند وکړي
د ایران د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال وزیر او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د عامه اړیکو مسوول عسکر جلالیان اعلان کړی، چې د طالبانو له قضايي چارواکو سره د مشورې او خبرو او افغانستان ته د افغان بندیانو د سپارلو په اړه د خبرو اترو په هدف افغانستان ته سفر کړی دی.

د طالبانو له یو شمېر عدلي او قضايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې په ګډون د ۴ حقوقي او قضايي هوکړه لیکونو لاسلیک او تطبیق ته په اشارې سره، د حقوقي او قضايي اړیکو د کچې پر ښه والي ټینګار وکړ.

د ایران د عدلیې وزارت د عامه اړیکو د بیان له مخې د طالبانو د ډلې د عدلیې وزارت لومړی مرستیال شیخ عبدالمالک په دغه کتنه کې د افغانستان د ملت او هیواد پراخو ستونزو ته په اشارې سره وویل: د څلور لسیزو جګړو او ناکراریو پایله ده او زیاته یې کړه: ډېری افغانان د جګړې او پوځي جګړو په شرایطو کې ایران ته کډوال شوي او یو شمېر یې د جرمونو د ترسره کولو له امله د ایران په زندانونو کې دي.

نوموړي وویل د ایران د اسلامی جمهوریت له قضایی چارواکو هیله کیږی چې د اسلام د مبین دین او د دواړو ملتونو ترمینځ د ورورګلوۍ او ورورولۍ د تړون په چوکاټ کې له دغو کسانو سره قضایی مرستې وکړی.

بايد يادونه وشي چې ښاغلي عسکر جلاليان د نشه يي توکو د مجرمينو د توقيف او د افغانستان د اصلاح له مرکز څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل: د دوه اړخيزو همکاريو لپاره ډېر فرصتونه او ظرفيتونه شته چې يو يې د رنځپوهنې جوړېدل دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي