په خوست کې دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

27 عقرب 1403 ساعت 13:53

د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو ویاند اعلان کړی، چې دې ډلې په خوست ولایت کې د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو ویاند اعلان کړی، چې دې ډلې په خوست ولایت کې د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه (د لړم ۲۷ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په خوست ولایت کې یې د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.

طالبانو ليکلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د دغې ډلې د جنګياليو او د خوست د امنيه قوماندانۍ د څلورمې حوزې د پوليسو د ګډو عملياتو په پايله کې د يادې ولسوالۍ په شينکۍ سيمه کې دوه تنه له وسلو او يوې اندازې نشه يي توکو سره نيول شوي دي.

د دې ولایت مرکز له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، سل میله کلاشینکوف مرمۍ، لاسي بمونه او نور پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې ته د افغانستان له تسليمېدو او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له زياتېدو سره د جنايي جرمونو او قاچاق کچه هم مخ په زياتېدو ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com