میدان وردګو کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

27 عقرب 1403 ساعت 9:57

د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د میدان وردګو ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو د ۱۲ ننداریزو کروندو د جوړولو خبر ورکړی دی.


د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د میدان وردګو ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو د ۱۲ ننداریزو کروندو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار، نرخ، جلریز، حصه اول بهسود، مرکز بهسود، چک، سید آباد، دایمیرداد او جغتو  ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.

سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موخه د یادو سیمو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره وېشل شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177726

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177726/

جمهور
  https://www.jomhornews.com