۰

میدان وردګو کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۷
د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د میدان وردګو ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو د ۱۲ ننداریزو کروندو د جوړولو خبر ورکړی دی.
میدان وردګو کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي
د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د میدان وردګو ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو د ۱۲ ننداریزو کروندو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار، نرخ، جلریز، حصه اول بهسود، مرکز بهسود، چک، سید آباد، دایمیرداد او جغتو  ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.

سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موخه د یادو سیمو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره وېشل شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي