ترکي رسنۍ: ترکیه کې ۲۷ افغان کډوال نیول شوي دي

27 عقرب 1403 ساعت 9:54

د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د چاناک په ساحلي ښار کې ۲۷ افغان کډوال نیول شوي دي.


د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د چاناک په ساحلي ښار کې ۲۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیول شوي کسان د یاد ښار د کډوالو د بېرته ستنولو مرکز ته سپارل شوي. له دې سره هم‌مهاله، په ترکيه کې ځينو افغان کډوالو بیا رسنیو ته ویلي چې، په دغه هېواد کې، له جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کډوالو ملاتړي بنسټونه هم ورسره همکاري نه‌کوي.

په ترکیه کې افغان کډوال زیاتوي چې، په دغه هېواد کې د کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د ترکیې سربېره، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونوکې د افغان کډوالو نیونې او پر هغوی محدودیتونه زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com