د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د څلورمې او اوولسمې ناحې اړوند د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکی سره روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سړک چې د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې ۳۲۸۹ متره اوږدوالی،(۲۰) او (۳۰) متره سور لري د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو، څراغونو او د کرښې اچولو په ګډون جوړېږي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې کوي.
د مسوولینو په خبره دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سرای شمالي او پروان سه څلورلارو او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي او له بلې خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
جمهورخبري آژانس