کونړ کې ۳۰۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا شوي

27 عقرب 1403 ساعت 9:50

د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو، د پاکستان د توغندیزو بریدونو او د لرګیو قاچاق په دغه ولایت کې شاوخوا درې زره هکتاره ځنګلونه له منځه وړي دي.


د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو، د پاکستان د توغندیزو بریدونو او د لرګیو قاچاق په دغه ولایت کې شاوخوا درې زره هکتاره ځنګلونه له منځه وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي طالبان وايي، دوی د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې څه باندې ۳۰۰ هکتاره ځنګلونه احیا کړي او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې په دغه ولایت کې د شنې برخې ځواکونه هم ګمارلي دي.

کونړ د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېری سیمې یې په ځنګلونو پوښلې دي.

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۰ شنه ساحوي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177722

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177722/

جمهور
  https://www.jomhornews.com