په هلمند ولایت کې د یوه بند د جوړولو کار پیل شو

27 عقرب 1403 ساعت 9:45

د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې په هلمند ولایت کې یې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بند د جوړولو کار پیل کړی دی.


د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې په هلمند ولایت کې یې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بند د جوړولو کار پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت نن (د لړم ۲۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۴ میلیونه ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو د زېرمه کولو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شوی دی.

د هلمند ولایت د باغران ولسوالۍ په دیوان کلي کې پیل شوی دی. طالبانو ویلي، چې دغه بند به ۹۵ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی ولري، چې د ۸۵۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

طالبانو زیاته کړې، چې د دغه بند کار به د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د هلمند د سمندري حوزې تر څارنې لاندې ترسره شي، چې په شپږو اونیو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com