په سمنګانو ولايت کې د ١٧٠ جريبه دولتي ځمکې تثبیت

27 عقرب 1403 ساعت 9:43

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په سمنګان ولایت کې یې ۱۷۰ جریبه ځمکه ثبت کړې ده.


د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په سمنګان ولایت کې یې ۱۷۰ جریبه ځمکه ثبت کړې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په سمنګان ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمېټې په غونډه کې د دغه ولایت د خلکو دوسیې وڅېړل شوې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۸۲ جریبه ځمکه غصب شوې ده.

طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې تخنیکي ټیم د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ۱۷۰ جریبه څړځایونه تایید کړل او پرېکړه یې وکړه چې د دغو ځمکو دوسیه به له طرزالعملونو وروسته مرکزي کمېسیون ته ولېږي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ډله د څارنې د نه شتون له امله په خپلسري ډول د دولتي ځمکو په نوم د بې دفاع خلکو ملکیتونه غصبوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com