د خوست ولايت د تڼيو قوم يو شمېر مشرانو د طالبانو له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل او غوښتنه يې وکړه، چې دغه ډله دې په دغه ولايت کې د رغنيزو پروژو کار پيل کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د خوست ولایت د تڼيو قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
دوی له طالبانو وغوښتل چې د دوی په سیمو کې شنو ځمکو ته پاملرنه وکړي او په خوست ولایت کې د رغنیزو او پرمختیايي پروژو چارې پیل کړي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د طالبانو امارت د طالبانو د رژیم په توګه د افغانانو د خدمت او د هغوی د ستونزو د هواري مسوولیت لري او دې موخې ته د رسیدو په خاطر هره ورځ هڅې روانې دي.
دغه طالب زیاته کړه چې د طالبانو امارت به په اساسي ډول د خلکو د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې غوره کوي او له ټولو ننګونو سره به مقابله کوي.
جمهورخبري آژانس