طالبانو ازبکستان ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو ټینګار کړی

26 عقرب 1403 ساعت 9:45

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت له مشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.


د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت له مشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت له مشر مولوي عبدالغفار باهر سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغاني محصولاتو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو، د نندارتون د جوړولو، د کرنې سکتور د کارکوونکو د مهارتونو د لوړولو، د اصلاح شویو تخمونو د واردولو او قرنطین په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د طالبانو د ډلې د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوی بهار څخه وغوښتل چې د ازبکستان له استازو سره په خپلو خبرو او کتنو کې د افغانی محصولاتو په استعمال او صادراتو ټینګار کړی او د دغو محصولاتو د لوړ کیفیت په هکله خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177658

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177658/

جمهور
  https://www.jomhornews.com