۰

طالبانو ازبکستان ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو ټینګار کړی

شنبی ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت له مشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
طالبانو ازبکستان ته د افغاني محصولاتو پر صادراتو ټینګار کړی
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت له مشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت له مشر مولوي عبدالغفار باهر سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغاني محصولاتو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو، د نندارتون د جوړولو، د کرنې سکتور د کارکوونکو د مهارتونو د لوړولو، د اصلاح شویو تخمونو د واردولو او قرنطین په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د طالبانو د ډلې د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوی بهار څخه وغوښتل چې د ازبکستان له استازو سره په خپلو خبرو او کتنو کې د افغانی محصولاتو په استعمال او صادراتو ټینګار کړی او د دغو محصولاتو د لوړ کیفیت په هکله خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي