۰

یوناما د روږدو د درملنې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره چمتووالی ښودلی

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له خوا د کوچنيو تمویلونو په ملي غونډه کې، ډاډ ورکړی چې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته کوي.
یوناما د روږدو د درملنې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره چمتووالی ښودلی
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له خوا د کوچنيو تمویلونو په ملي غونډه کې، ډاډ ورکړی چې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته کوي.
 
مېرمن اوتونبایوا زیاته کړې چې، دوی پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درمنلې له یو شمېر مرکزونو لیدنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې، دوی ته به د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي:«موږ د روږدو کسانو او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره چې، زموږ د فعالیت یوه مهمه برخه ده، په ګډه کار کوو. ما د روږدو کسانو د درملنې له ډېرو مرکزونو لیدنه کړې. که‌چېرې وغواړو چې، دا روږدي له تیارو او نشې راوباسو، باید د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړو. کوچني مالي تامین کولای شي، یو له غوراویو وي.»

د طالبانو بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستانو په دغې غونډه کې له نړۍوالې تولنې غوښتي چې، د بېخ‌بنايي، کرنیزو پروژو، له نړۍوالو بانکونو سره د افغانستان د بانکونو د اړیکو له عادي کولو او د کوچنیو او منځنو تشبثاتو د مرکزونو له جوړولو ملاتړ وکړي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې هکله وايي:«همدا، نه‌ مېلیارده، کمې یا زیاتې پیسې چې، د امریکا او سویس په بانکونو کې بندې دي، که‌چېرې غواړئ چې، له خصوصي سکټوره ملاتړ وکړئ، همدا پیسې د خصوصي سکټور دي. که‌چېرې د خصوصي سکټور دغه پیسې بېرته ستنې کړای شي او بېرته د افغانستان خلکو ته ورکړل شي، دننه په افغانستان کې اقتصادي خوځښتونه رامنځته کېږي.»

په دې غونډه کې امیرخان متقي هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې، له افغانستان سره د بشري مرستو پر ځای د بنسټیزو پروژو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. 

امیر خان متقي زیاته کړه:«په دې کې هېڅ شک نشته چې، بهرنۍ نړۍ، په اقتصادي لحاظ هم وړتیا لري او په تخنیکي لحاظ هم وړتیا لري او تجربې یې هم زیاتې دي. اوس له افغانستان سره په همدغو درېیو برخو کې همکاري وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې هم له حصوصي سکټوره ملاتړ، د بانکي محدودیتونو حل او په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت د زمینې پر برابرولو خبرې اترې شوې وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي