۰

ستانکزی: اسلامي امارت د مخالفتونو سره سره ډېر پرمختګونه کړي

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۶
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د کابل په موسهي ولسوالۍ کې په یوه پروګرام کې، د هېوادوالو ترمنځ د یووالي او عدالت تامین مهم بللی او ویلي یې دي چې، اسلامي امارت د هېوادوالو ټولو شرعي حقونو تامین ته ژمن دی.
ستانکزی: اسلامي امارت د مخالفتونو سره سره ډېر پرمختګونه کړي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د کابل په موسهي ولسوالۍ کې په یوه پروګرام کې، د هېوادوالو ترمنځ د یووالي او عدالت تامین مهم بللی او ویلي یې دي چې، اسلامي امارت د هېوادوالو ټولو شرعي حقونو تامین ته ژمن دی.

ستانکزي له دې پرته چې، د چا نوم واخلي، زیاتوي چې، نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه، په افغانستان کې د اسلامي حکومتولۍ او عدالت د تامین څارونکي دي.

 عباس ستانکزی وویل:«نن دښمن په سترګو نه‌لیدل کېږي؛ خو په سیاسي ډګر کې، په نظامي ډګر کې، په اقتصادي ډګر کې او په استخباراتي ډګر کې زموږ پر وړاندې ولاړ دي. زموږ او تاسې مقابله کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، سرپرست حکومت د ځینو هېوادونو له مخالفتونو او د ملګرو ملتونو له نه ملاتړ سره سره په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګ کړی دی.

هغه وویل:«اسلامي امارت ډېر پرمختګونه کړي دي، ډېر کارونه یې کړي او له دې وروسته هم ان‌شاالله دې ته ژمن دی، دا په داسې صورت کې چې، د نړۍ هېڅ مرسته له موږ سره نشته، او ډېری هېوادونه زموږ مخالفت کوي او زموږ ملاتړ نه‌کوي.»

شېرمحمد عباس ستانکزی دغه‌راز زیاتوي چې، اسلامي امارت د ټول‌بښنې فرمان پر بنسټ له ټولو سیاسي او نظامي مخالفانو غوښتي چې، هېواد ته را ستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له مخالفانو وغوښتل:«زموږ غږ پر هغو خلکو دی چې، په هر شي کې دوی له تخریب نه له بې‌ځایه ګرځېدا نه، د دښمن په لاس کې له لوېدو نه، ځان وژغوري او خپل هېواد ته راشي، د افغانستان غېږ، د وطن غېږ، د اسلامي امارت غېږ د دوی پر مخ باندې خلاصه ده.»

تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خلکو ترمنځ د یووالي ټینګښت مهم بللی او د اسلامي امارت د مسوولانو ترمنځ یې د اختلافونو شتون رد کړی و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي