د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې دیوال لګښت د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه ورکول کیږي.
دغه دیوال ۶۰۰متره اوږدوالی لري، چې د جوړولو چارې به یې د درېيو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادولو وړ ده، چې د سیمې لسګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
جمهورخبري آژانس