د افغانستان بانک مسوولین وایي، چې نن یې په کابل کې د ( وړو تمويلونو ملي کنفرانس) ترسره کړ.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغه کنفرانس موخه، د وړو تمویلونو لپاره د رامنځته شویو آسانتیاوو په اړه عامه پوهاوی؛ د کورنیو او بهرنیو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او په هېواد کې د وړو تمویلونو سکتور پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو ارزونه ده.
د یادولو وړ ده، چې په دغه کنفرانس کې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو او د کابینې یوشمېر غړیو، د ملګرو ملتونوسازمان، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو مسئولینو او یوشمېر ملي پانګه والو او سوداګرو ګډون کړی و.
جمهورخبري آژانس