په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې، دغه سفارت د هېوادوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ته دوام ورکوي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې راغلي:«ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې، په کانبرا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د دوی په خدمت کې دی او د کونسلي چارو فعالیتونه د هر ډول اندېښنو د لېرې کولو لپاره په پیاوړتیا او ثبات سره دوام لري.»
جمهورخبري آژانس