د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.
يوايسآیډي پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د افغاني غالیو له تولید څخه ترلاسه شوي عواید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
د بیان لهمخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوسمهال نږدې ۱۲ لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې ۹۰ یې ښځې دي.
په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.
غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم قلم دی.
جمهورخبري آژانس