خوست کې یو شمېر کلینیکونه په شخصي کورونو کې فعالیت کوي

23 عقرب 1403 ساعت 9:09

د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ کلینیکونه د ودانیو د نشتون له کبله په شخصي کورونو کې فعالیت کوي.


د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ کلینیکونه د ودانیو د نشتون له کبله په شخصي کورونو کې فعالیت کوي.

د دغو کلینیکونو له ډلې یو یې د غرشین په نوم روغتیايي مرکز دی چې د لټکو سیمه کې په یوه داسې کور کې فعالیت کوي چې پخوا د چرګانو فارم په کې موجود و.

د لټکو سیمې اوسیدونکي وايي، کلینیک په یوه کرايي کور کې جوړ شوی چې د روغتیايي خدمتونو لپاره مناسب نه دی او ناروغان یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست رییس بیا وايي، له عامې روغتیا وزارت سره یې دغه موضوع شریکه کړې چې په لنډ وخت کې به یادو ۱۱ کلینیکونو ته معیاري ودانۍ جوړې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177577

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177577/

جمهور
  https://www.jomhornews.com