هرات کې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

23 عقرب 1403 ساعت 9:07

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خطاطانو ټولنې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستلی دی.


د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خطاطانو ټولنې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستلی دی.

د یاد ولایت د خطاطانو ټولنې مسوولین وایي، چې دا نندارتون د اسلامي او اصیلې هراتۍ خطاطۍ د ژوندي ساتلو په موخه جوړ شوی دی.

د مسوولینو په خبره په دغه نندارتون کې د امان‌الله پویا ۴۹ ډوله بېلابېل اثار لکه نستعلیق، مات نستعلیق او د لومړۍ پېړۍ کوفي خطاطي نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون ته (حدیث دوست) نوم ورکړل شوی، چې د صلاح‌الدین سلجوقي په تالار کې جوړ شوی، پنځه ورځې دوام کوي او دوه ورځې یې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com