کندهار کې په نشه یي توکو لسګونه روږدي کسان راټول شوي

23 عقرب 1403 ساعت 9:05

د کندهار ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له بېلا بېلو سیمو څخه یې پرنشه يي توکو ٧٨ روږدي کسان راټول کړي دي.


د کندهار ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له بېلا بېلو سیمو څخه یې پرنشه يي توکو ٧٨ روږدي کسان راټول کړي دي.

د یاد ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې دوی په تېره یوه اونۍ یاد شمېر روږدي کسان له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي دي، د مسوولینو په خبره دغه کسان به له بشپړې درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په نشه یي توکو لسګونه اخته کسان راټول او له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177575

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com