کروندګر: حکومت دې د کیمیاوي درملو په برخه کې راسره مرسته وکړي

23 عقرب 1403 ساعت 9:04

د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکیله له بندیز وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده.


د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکیله له بندیز وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده.

بلخوا یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د بدیلو کښتونو حاصلات د مارکېټ له اړتیا زیات شوي او له همدې امله په بازار کې د حاصلاتو بیې ډېرې راټيټې شوې دي.

په کندهار ولایت کې هم ډېری کروندګر د خپلو حاصلاتو د ټيټ قیمت له امله اندېښمن دي.

دوی وایي، تېر کال یې له ریحانو ښه ګټه ترلاسه کړې وه، خو سږ کال د ریحانو بیې په بازار کې شاوخوا نیمایي راکمې شوې دي او دې چارې له ستونزو سره مخ  کړي دي.

دکندهار ولایت کروندګر غوښتنه کوي، چې حکومت دې د کیمیاوي درملو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو د نباتي ناروغیو څخه یې کښتونه خوندي شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com