کابل کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شو

23 عقرب 1403 ساعت 9:02

د کابل ښاروالۍ له لوري، د ښار د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو په تړاو د )کابل نوی انځور( تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون، پرون په زرنګار پارک کې پرانیستل شو.


د کابل ښاروالۍ له لوري، د ښار د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو په تړاو د )کابل نوی انځور( تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون، پرون په زرنګار پارک کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې زیاتره یې د سړکونو دي. په یادو انځورونو کې د اصلي او فرعي سړکونو، کوڅو، تفریحي پارکونو او پلیو لارو مخکېنی او اوسنی حالت ښودل شوی او په اړه یې معلومات لیکل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني، وویل چې کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلونو کې لسګونه پروژې په بېلابېلو برخو کې پلې کړي، څه باندې دوه میلیونه نیالګي یې کېنولي او څه ناڅه ۱۵ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي او په عام المنفعه پروژو کې یې لګولې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com