خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو بایوميټریک پیل شو

23 عقرب 1403 ساعت 9:01

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې خپلو سیمو ته د لېږدولو لپاره یې په لومړي پړاو کې د شاوخوا ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو نوم لېکنه پیل کړې ده.


د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې خپلو سیمو ته د لېږدولو لپاره یې په لومړي پړاو کې د شاوخوا ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو نوم لېکنه پیل کړې ده.

په کابل کې په دې تړاو یوې غونډې ته د وینا پرمهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وویل، چې په لومړي سر کې به له کابل څخه شاوخوا پنځه زره بې ځایه شوې کورنۍ چې اکثریت یې له کندوز ولایته بې ځایه شوې دي؛ خپلو سیمو ته ولېږدول شي.

نوموړي په دې برخه کې د نړۍوالو بنسټونو د همکارۍ له امله هم مننه کړې ده. د کډوالو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو برخې مشر سردار شېرزاد ویلي، چې دغه خلک د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځای شوي دي.

هغه له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې اوس‌مهال د دغو بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲.۵ مېلیونه دی او دوی بېرته خپلو سیمو ته لېږدول د دغه وزارت د کاري لومړیتوبونو څخه دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com