د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له ملکي تخصصي روغتون سره د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل او اړوند توکي سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ویلي، د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوست ملکي تخصصي روغتون ته د زړه ناروغۍ د تشخیص لپاره دوه ایکوکارډیوګرافۍ ماشینونه، ۱۰ دانې د اکسیجن رسولو او ۲ د سکټاپي التراساونډ ماشینونه، ویلچرونه او ګڼ شمېر نور طبي وسایل چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې طبي تجهیزاتو په مرسته به د ناروغانو د درملنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او روغتیایي خدمتونه به ښه شي.
ورته مهال دخوست د ملکي تخصصي روغتون ډاکټران د مرسته شویو طبي وسایل د روغتون اساسي اړتیا ګڼي خو غوښتنه کوي، چې د طبي وسایلو او درملو په برخو کې دې پاملرنه نوره هم زیاته شي.
جمهورخبري آژانس