د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق ( یونیسف) او د روغتیا برخې د ملاتړ کوونکو ادارو له استازو سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې جلالي ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده بللې او په همدې موخه یې روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو رسول، دې مرکزونو کې د اړینو طبي تجهیزاتو شتون او ترمیم، روغتیايي پرسونل ته د روزنیزو سیمینارونو ورکول او د مسلکي پرسونل ګمارل اړین بللي او له تمویل کوونکو ادارو یې دې برخو ته لا زیاته پاملرنې غوښتنه کړې.
ورته مهال د یونیسف او تمویلوونکو ادارو استازو په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ښودلی.
جمهورخبري آژانس