د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نړۍ له مشرانو غوښتي چې، د اقلیمي ناورین له امله له رامنځته شویو زیانونو د خلکو ساتنه وکړي.
ګوترېش د نړۍ مشرانو ته به خطاب کې ویلي، هغوی کولی شي چې، یوازې د ځمکې تودوخه د سانتي ګراد په کچه تر یو اعشاریه پنځو درجو محدوده کړي.
په تېرو کلونو کې افغانستان هم د اقلیمي بدلون له پلوه زیانمن شوی دی. د بارانونو کموالی، وچکالي، د ملخانو یرغل او مرګوني سېلابونه له هغو زیانونو دي چې، د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ورسره مخ دی.
د اقلیمي بدلونونو په ۲۹مه غونډه کې د نړۍ ۱۹۸ استازو په ګډون د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی هم حضور لري چې، د اقلیمي بدلونونو او د دغې ښکارندې د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې وکړي.
جمهورخبري آژانس