۰

د هېواد په پنځو ولايتونو کې د طالبانو له خوا د ١٣ جنايتکارانو نيول

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۱
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هیواد په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور د ۱۳ تنو د نیولو خبر ورکړ.
د هېواد په پنځو ولايتونو کې د طالبانو له خوا د ١٣ جنايتکارانو نيول
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هیواد په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور د ۱۳ تنو د نیولو خبر ورکړ.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د کورنیو چارو وزارت د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې اعلان کړی، چې د دغې ډلې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

 دوسله والو طالبانو دډلې جنايي پوليسو په بلخ ولايت کې څلور تنه مسلکي غله له لغمان څخه د وسلو دقاچاق په تور دوه تنه نيولي دي.

دغه راز يې په فراه کې يو غل، د وژنې په تړاو يو تن له بغلان او يو بل تن له هرات ولايت څخه د وژنې په تړاو نيولي دي.

د طالبانو په وینا پولیسو په ننګرهار ولایت کې هم د لسګونو لکو لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي