۰
د طالبانو سیاسي مرستیال د بامیانو ښاریانو ته:

دښمنانونو ته باید هېڅ پلمه په لاس ورنه کړو او نه باید ناوړه ګټه رانه واخلي

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۳۶
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير چې باميانو ولايت ته يې سفر کړى دى وايي د دغه ولايت خلک بايد دښمنانو ته هيڅ پلمه په لاس ورنه کړي.
دښمنانونو ته باید هېڅ پلمه په لاس ورنه کړو او نه باید ناوړه ګټه رانه واخلي
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير چې باميانو ولايت ته يې سفر کړى دى وايي د دغه ولايت خلک بايد دښمنانو ته هيڅ پلمه په لاس ورنه کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن بامیان ته سفر کړی او په بامیان کې یې د «یووالي، ورورګلوۍ او هماهنګۍ» په نوم غونډه کې خبرې کړې دي.

نوموړي وویل چې د اشغال وخت پای ته رسیدلی او د دې وطن د اشغالګرو لاسونه لنډ شوي دي. موږ باید محتاط واوسو او موږ باید دښمنانو ته هیڅ پلمه په لاس ورنه کړو او  نه باید ناوړه ګټه رانه واخلي،

هغه زياته کړه، له شل کلن جهاد او د نړيوالو ځواکونو له ماتې وروسته د اسلامي نظام د تحقق او موخو په تحقق کې د شهيدانو د وينو د تويولو او په هېواد کې د شريعت د نافذېدو لامل؛ په دې ټولو وياړونو او لاسته راوړنو کې د افغانستان غيور ولس او مجاهدينو برخه اخيستې او د اسلامي امارت د نظام د ستر کاروان په صف کې دي.

نوموړي ادعا کوي چې د طالبانو په امارت کې قومي، مذهبي، ژبني او سمتي تعصباتو ته هیڅ ځای نشته او د افغانستان ټول خلک د طالبانو په رژیم کې شریک دي او د افغانستان ټول قومونه او مذهبونو تر بیرغ لاندې په بشپړ امنیت او متوازن انکشاف کې ژوند کوي.

مولوي کبیر د باميانو له خلکو سره ژمنه وکړه چې د باميانو د خلکو د ستونزو او اړتياوو په حل کې به همغږی وي او په شخصي توګه به هڅه وکړي چې د باميانو د خلکو ستونزې له طالبانو سره شريکې کړي او د خلکو ستونزو او اړتياوو ته پاملرنه وکړي.

دغه راز د باميانو د مرکز د شيعه علماو د شورا رييس سيد نصرالله واعظي هم وويل چې د باميانو خلکو د تاريخ په اوږدو او په بېلابېلو پرمختګونو کې د وروڼو په توګه ژوند کړى او د اسلام په لارښوونو يې د ايمان په اساس، هيڅوک نه دي زغملي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي