۰

کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش نه لوبلړۍ وګټله

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۴
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش ملي لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ ۲ یو وکټله او دا سریز یې په خپل نوم کړ.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش ملي لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ ۲ یو وکټله او دا سریز یې په خپل نوم کړ.

لوبه پرون دوشنبې د لړم ۲۱ مه د افغانستان پر مهال د ماسپښين ۲:٫۰ بجې د متحدو عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د بنګله دېش په توپوهنې سره پیل شوه.

بنګله دېش لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۲۴۵ هدف وټاکه.

افغانستان د لوبې په دویمه پاڼۍ کې هغه مهال چې پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو د لوبې په ۴۹ اور کې دغه هدف پوره کړه او سریز یې په خپل نوم کړ.
 
د افغانستان په لوبه کې د رحمان الله ګوربز ۱۰۱ او د عظمت الله عمرزي ۷۰ منډو خورا مهم رول درلود.

عمرزی چې ناسوځېدلی پاتې شو، لومړی یې له ګوربز سره او بیا یې له محمد نبي سره خورا په زړه پوري ملګرتیا وکړه او افغانستان یې بري ته نژدې کړ.

عمرزي په دې لوبه کې څلور وېکټې ترلاسه کړې او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د یادونې ده، چې افغانستان تر دې وروسته له زمبابوې سره ورته سریز لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي