د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان ایالت د کوېټې ښار د رېل ګاډي په یوه تم ځای کې پر پاکستاني پوځيانو له وروستي خونړي برید وروسته، د دې هېواد چارواکو د ملامتۍ ګوته یو ځل بیا افغانستان ته نیولې.
د دې هېواد دفاع وزیر خواجه آصف بیا ځل تور پورې کړی چې د برید ترشا د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ او تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) لاس دی او دغه شان بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیموي.
آصف تازه مرکه کې ویلي، د پاکستان له خبرداریو سربېره، دغه بریدونه نه دي درېدلي.
د آصف په خبره، له هند سربېره یو شمېر هېوادونه د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې کوي.
هغه په دې اړه ویلي« دا چې په پاکستان او په تېره بیا بلوچستان او خیبر پښتونخواه کې پوځ په نښه کېږي او ورته بریدونه ترسره کېږي، دا تاسې نه شئ ویلی چې دوی دغه بریدونه یوازې د ځان ساتنې او د ځان د قیمت لپاره مبارزه کوي. دا د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره نه یوازې هند بلکې ځینې نور هېوادونه دغه څه په مستقیم او غیر مستقیمه بڼه ترسره کوي. … د افغانستان خاوره د پاکستان د پوځ وژنې او د اقتصادي پروژو په برخه کې د چین د حضور ننګولو لپاره کارول کېږي. زه دا نه شم ویلی چې دغه څه د حکومت په خوښه ترسره کېږي؛ خو دوی یې پر وړاندې اقدامات نه کوي او په دې اړه زموږ اندېښنې او خبرداري جدي نه نیسي.»
آصف دغه راز ویلي، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او ټي.ټي.پي په بریدونو کې نه یوازې په مستقیم ډول د پاکستان پوځ په نښه کېږي، بلکې د چین په څېر پر بهرنیو اتباعو هم بریدونه له دې کبله ترسره کېږي چې په وینا یې، له پاکستان سره د دې هېواد اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي.
طالبانو په کوېټه کې شوی برید غندلی، خو د خواجه آصف دا ادعا په کلکه ردوي چې ګني د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو ډاډ ورکوي.
جمهورخبري آژآنس