پکتیا کې پر لسګونه پراختیايي پروژو کار روان دی

22 عقرب 1403 ساعت 8:21

د پکتیا ځایي چارواکي وايي، روان کال په دې ولايت کې پر۲۰۹ پراختیايي پروژو کار روان دی او په پلي کېدو سره به یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.


د پکتیا ځایي چارواکي وايي، روان کال په دې ولايت کې پر۲۰۹ پراختیايي پروژو کار روان دی او په پلي کېدو سره به یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د دوی په خبره، په يادو پروژو کې ۳۱ منځنۍ پروژې دي چې د دولت له بوديجې به پرې ۵۱۰ ميليونه افغانۍ ولګول شي او پاتې ۱۸۷ کوچنۍ پروژې دي چې د همکارو موسسو په مالي مرسته به پرې ۱۰ ميليونه امریکايي ډالر ولګول شي.

د پکتیا د اقتصاد رییس محمد یونس راشد وايي، دا ټولې مهمې پروژې دي او تقریبا ً ۱۷۸ پروژې د موسسو او د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو له خوا منظورې شوې دي چې په دې کې هم ډېرې بشپړې شوې او یوشمېر یې ترکار لاندې دي.

په دغو پروژو شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې ډېری یې انکشافي پروژې دي او بشري هم په کې شته.

راشد وايي، د يادو پروژو له لارې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177532

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177532/

جمهور
  https://www.jomhornews.com