ډبلیو ایف پي: افغانستان کې د خوراکي توکو برخه کې لږ ښه والی راغلی

22 عقرب 1403 ساعت 8:18

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، خو اندېښنه لري چې په ژمي به وضعیت بېرته خراب شي.


د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، خو اندېښنه لري چې په ژمي به وضعیت بېرته خراب شي.

د خوراکي امنيت د پړاوونو د طبقه‌بندۍ نظام (ای ایف سي)څرګندوي چې نژدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ ميليونه خلک، د خوراکي موادو د کموالي له بحراني حالت او د خوراکي ناامنۍ له بېړني حالت سره مخامخ دي.

که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ ميليونو څخه کمه شوې، خو په هېواد کې د خوراکي موادو اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه لږ ښه‌والی د پراخو بشري مرستو پایله بللې، چې د خوراکي کمښتونو د جدي حالت مخه یې نیولې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177531

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177531/

جمهور
  https://www.jomhornews.com