مالیزیا د ښوونیز کیفیت لوړولو برخه کې همکاري کوي

22 عقرب 1403 ساعت 8:13

د طالبانو پوهنې وزارت پلاوي، مالیزیا ته په سفر کې د ښوونیز کیفیت لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ، د متقابلو همکاریو پر فرصتونو خبرې اترې کړې دي.


د طالبانو پوهنې وزارت پلاوي، مالیزیا ته په سفر کې د ښوونیز کیفیت لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ، د متقابلو همکاریو پر فرصتونو خبرې اترې کړې دي.

پوهنې وزارت وايي چې، دغه پلاوي د پوهنې وزارت د دفتر د عمومي رییس شهاب‌الدین ثاقب په مشرۍ، د مالیزیا د علماوو شورا، پوهنې وزارت له مسوولانو او د هغه هېواد د ښوونیزو بنسټونو له ځینو استادانو سره کتلي دي.

د مالیزیا د ښوونیزو بنسټونو مسوولینو او علماوو، په افغانستان کې د پوهنې نظام د لا پرمختګ لپاره پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177528

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177528/

جمهور
  https://www.jomhornews.com